نړۍ دې د افغانستان اسلامی امارت حکومت په رسمي توګه اوپیژني: مولانا محمد حسن اخوند

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی امارت د عبوري حکومت لومړې وزیر محمد حسن اخوند په یو بیان کې نړیوالو حکومتونو او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتنه كړې
ده چې هغوی دې د افغانستان اسلامی امارت حکومت په رسمي توګه تسلیم کړي ، نوموړي ویلي دي چې مسلمانه نړۍ دې د اسلام امارت تسلیم کړي او دوی به د نړۍ اولنی هیوادونه جوړ شي چې د اسلامی امارت حکومت په رسمي توګه اوپیژوني.
د اې پي پي رپورټ مطابق فرانسيسي رسنيو ادارې له مخې هغه دا غوښتنه ی د افغانستان په پایه تخت كابل كښې يو خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې کړې ده.
نوموړي اوویل چې زه د اسلامی نړۍ څخه غوښتنه کوم چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران او انساني بحران د مخه نیولو لپاره دې وړاندې راشي او د اسلامی امارت حکومت دې په رسمې توګه اوپیژني.
هغه زیاته کړه او هیله ی څرګنده کړه چې که داسې وشي نو دې سره به افغانستان د زیات تیز رفتار سره د پرمختګ کولو جوګه شي.
د سعودي خبر رسنې ادارې له مخه په دې مهمه کانفرنس کې وزيراعظم او د اسلامی امارت حکومت انتظاميې او د ملګرو ملتونو چارواكو هم ګډون وكړو۔
د اسلامی امارت حکومت وزیراعظم ،انتظامي چارواکو نړۍ او امریکا څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان اثاثۍ دې هم بحال او افغانستان ته ورکړې شي چې په دې هیواد کې د انسانی بحران مخه ونیول شي. هغوی اوویل چې په ملک کې موجوده اقتصادي بحران ددې اقتصادي ستونزو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو له وجهې مخې ته راغلې دې.






