په زور د مذهب بدلیدل، ګورنر پنجاب سره د قومي اقلیتي کمیشن غړیو یوه مهمه غونډه کړې

0
30

باغی ټي وي رپورټ
د قامي اقلیتونو کمېشن غړیو د چیئرمېن چیلا رام کیولاني د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره ملاقات کړی دی. په دې موقع د مذهبی چارو او بین المذاهب همغږۍ مرستیال سردار اعجاز احمد خان جعفر هم موجود وو۔ د پنجاب ګورنر پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
د وزارت مذهبي امور په دولتي ویب پانړه یو بیان کې وایی چې چیلا رام کیولاني د پنجاب ګورنر ته د اقلیتونو لپاره د ملي کمیسیون د کار په اړه معلومات ورکړل او چیلا رام کیولاني په پنجاب کې د لږکیو مذهبي ځایونو د امنیت په اړه هم خبرې وکړې.
د جاري شوی بیان مطابق د نور چیلا رام کیوالاني هغه ته د اقلیتونو لپاره د ملي کمیسیون قانون په اړه معلومات ورکړل.د پنجاب ګورنر د چیلا رام کیولاني او د اقلیتونو لپاره د قومي کمیشن غړیو د خدمتونو ستاینه وکړه.
د پنجاب ګورنر د اقليتونو لپاره د قامي کمېشن چيئرمېن ته د اقليتونو د مذهبي ځايونو د بشپړ تحفظ باور ورکړو۔د پنجاب ګورنر ډاډ ورکړ چې د کم عمره جینکو په زور د مذهب د بدلولو مخه به نیسي ځکه چې اقلیتونه هم پاکستانیان دي او مونږ باید د دوی ساتنه وکړو.

Leave a reply