د سوات د ۲۱ کالو کم ښځو د لوبو په سیالیو کې به برخه اخلي: آر ایس او کاشف فرحان

0
156

باغي ټي وي رپورټ
د سوات ريجنل سپورټس افسر کاشف فرحان په یو بیان کې ویلي دي چې د زنانه لوبغاړو د انډر 21 ښځینه لوبغاړو لپاره کیمپونه په مختلفو ځایونو کې روان دي د کوم لپاره چې د لوبغاړو په ښه توګه روزنه پیل شوې ده چې دوی دې لویو سیالیو ته چمتو کړي .
هغوی اوویل چې پېښور په قيوم سپورټس کمپلکس کښې د اتلېکټکس تربيتي کيمپ شروع شوے دے چې پکښې د سوات مختلفو سیمو د کرکټ، والي بال، بيډمنټن، ټیبل ټینس، فټبال او ټګ آف وار کیمپونه روان دي۔ هغه هيله څرګنده کړه چې د سوات لوبغاړي به په لوبو کې ښه کارکردګي وړاندې کړي او ددې لوبه په مدد سره به د سوات د سیمې نوی لوبغاړي هم راڅرګند شي.

Leave a reply