داعش سره مالي مرسته کولو باندې یوه ښځه ونیول شوه

0
78

باغي ټي وي رپورټ
د جرمني ښار برلن نه د این این آی خبري ایجنسي خبر ورکړې چې دلته ی یوه ښځه نیولې چې د داعش ډلې غړو ته ی د بینک په ذریعه مالي مرستې لیږلې.

په رپورټ کښې لیکل شوي چې دا ښځه ډینس ایس نامه لري او د داعش ډلې سره تعلق لرونکي ښځینه غړو ته به ی مالی مرستې لیږلې.
د یو چارواکي مطابق د ډینس ذمه واری وه چې نورو د داعش ډلې ښځو سره مالي مرستې وکړي او دې زیاتوي چې ډینس یو عراقۍ ښځي ته هم مالی مدد لیږلې.
یاده دې وی چې د ښځې دا نیول په داسې وخت کښې شوي چې په افغانستان کابل هوایی ډګر د ځانمرګي برید ذمه واري هم داعش ډلې په خپل سر اخستي ده. په دې برید کښې تر ۲۰۰ پورې وګړي چې پکښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم شامل وو ،وژل شوې وو.

Leave a reply