وزیراعظم د حوثي باغیانو برید په کلکه غندلې

0
125

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو قومي فوځ سپريم کمانډر محمد بن زيد سره په ټيلي فون خبرې کړي او په ابوظهبي کې ی په ملکي تاسيساتو باندې د حوثي باغیانانو لخوا وحشیانه ترهګريز بريد په کلکه غندلی دی. د اې پي پي رپورټ مطابق د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي وزیراعظم د متحده عرب اماراتو له مشرتابه، حكومت او خلكو سره همغږي او خواه خوږي څرګنده کړې ده.
خان اوویل چې دا ډول بریدونه د غندې وړ دي او دا بریدونه ې د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی چې ددې بندیدل باید وشي.
لومړي وزير د ټولو قربانيانو له كورنيو سره خواخوږۍ څرګندونه وکړه او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا دعا وكړه. په بیان کې وایی چې ولی عهد د ملاتړ د قوي اظهار لپاره د پاکستان وزیراعظم څخه مننه وکړه او په دې غمجنه پیښه کې ی د وژل شوي پاکستاني په اړه هم د غم څرګندونه وکړه.

Leave a reply