چین پر طالبانو غږ کړی چې د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي 

0
194

چین پر طالبانو غږ کړی چې د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي 

 

باغي ټلویزیون: چین وایي د افغانستان نوی حکومت دې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان په خپلو پښو درېدو ته اړتیا لري او دا مسئله هغه وخت ترسره کېدی شي چې نوی حکومت له نړیوالو سره ښې اړیکې او پراخ تعاملات ولري.

د چینایي لوري په خبره د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو نرمښت وښيي، کورني سیاست کې له نرمښت کار واخلي او له هېوادونو سره د اړیکو لرلو لپاره هڅه وکړي.

اړوند موضوعات: 

ترویکا پلس لۀ طالبانو وغوښتل چې نړۍوالو قوانینو ته پۀ احترام عمل وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وایي چې نوی حکومت باید نړیوالې ټولنې غړی وي او د دې موخې لپاره د نړیوالو غوښتنو ته درناوی شرط دی.

Leave a reply