ملګري ملتونه: افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

ملګري ملتونه: افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې دوی غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره خپلو بشري مرستو ته پرته له ځنډه دوام ورکړي.
(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې دوی غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره خپلو بشري مرستو ته پرته له ځنډه دوام ورکړي. د یاد دفتر په خبره، په راتلونکو څو ورځو کې به په مرستو بار دوې الوتکې افغانستان ته ورسيږي. په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې ینس لیرکه پرون په ژنیو کې خبریالانو ته ویلي چې پرون یې په طبي وسایلو سمبال یوه الوتکه مزار شریف ښار ته رسېدلې ده. د هغې په خبره دغه الوتکې به هم توکي انتقال کړي او هم به هغه افغانان چې غواړي له افغانستانه ووځي، له هيواده را وباسي. هغې ټینګار کړی دی چې د دوی فعالیتونه د بهرنیو پوځیانو له حضور سره هیڅ تړاو نه لري. د نوموړې په وینا، پوځیان ووتل خو ملګري ملتونه پاتې کېږي.






