پیښور، په پولیسو ترهګریز برید، ایس ایس پي د ټپي شوو اهلکارو پوښتنې له روغتون ته ورغلې

0
81

باغی ټي وي رپورټ
ايس ايس پي آپريشنز هارون رشيد د ايل آر ايچ هسپتال دوره کړي ده، نوموړي د پیښور په بډهه بير سیمه کې د پولیس اهلکارو په یو ټیم ترهګریز برید کې د ټپي شويو پوليسو سره ولیدل او ددوی پوښتنه ی وکړه.
د پولیس له خوا جاري شوی بیان مطابق ايس ايس پي آپريشنز زخميانو ته د غوره طبي سهولتونو ورکولو هدايات کړي دي.
د پولیس بیان مطابق پرون د پیښور بډهه بير پوليس سټيشن په حدودو کې د ډيوټي په مهال په پولیسو د لاسي بم حمله کښي پوليس اهلکار ژوبل شول چې بیا روغتون ته ورسول شول.
په ټپي شوو پولیس اهلکار کې فريد خان، خواص خان او مير عالم شامل دي چې لږ ژوبل شوي دي. د پولیس له لوري جاري شوي یو بیان مطابق د پیښې نه پس په سیمه کې د پلټنو عملیات پیل کړي دي.

Leave a reply