په ترهګریز برید کې وژل شوي د پولیس اهلکار جنازه ادا شوه

0
58

باغي ټي وي رپورټ
د وزیرستان په میرانشاه کې د شهيد پوليس افسر امين الله خان د جنازې مونځ پرون په لس بجې د ګورنر په بنګله ميرانشاه کښې په سرکاري توګه ادا کړې شو.
د جنازې په مراسمو کې د پوليس ځواک یو چمتو ډلې لخوا دشهيد جسد ته سلامي وړاندې شوه اؤ دپوليسو افسرانو دشهيد په مړي د ګلونو ګيډۍ کېښودې اؤ دلوړې درجې لپاره يې دعاګانې وکړې.
د جنازې مانځه وروسته به د شهيد جسد په پوره درنښت خپل پلرني ادیرې ته ورسول شو.
د جنازې په مونځ د ضلعي پوليس افسر عقيق حسين، جي او سي سيون ډويژن ميجر جنرل نعیم اختر، د ټوچي کمانډنټ عثمان حيدر، ډپټي کمشنر شاهد علي خان، ډي ايس پيز، سيد جلال وزير، شير ولي خان، قدرت الله او نورو پوليس افسرانو پرته د شهید د کورنې غړیو او خپلوانو هم ګډون وکړو. د یادونې ده چې شهید پولیس اهلکار دوه ورځې وړاندې په میرعلی سیمه کې د ترهګرو له خوا په ډزو اووژل شو.

Leave a reply