په میرانشاه کې هغه ترهګر په نښه شوي چې د پولیس په ځواک برید کې ککړ وو
باغي ټي وي رپورټ
دسرکاري سرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو تيره ورځ دميرانشاه تحصيل سپلګه په کلي کې په پوليسو یو بريد کې ککړو کسانو په ضد عمليات کړي اؤ دوه کسان يې په نخښه کړي دي.
د یو ځایی خبریال رپورټ مطابق دسپلګه او همزوني په کليو کې سيمه ييزو سرچينو تر دې مهاله ددغه پيښې پخلى نۀ دى کړى. د سرچنیو مطابق ددې ترهګرو د مرکز څخه یو شمیر وسلی چې پکې لاسي بمونه او ټوپک شامل دي،د امنیتي ځواک لاس ته راغلي دي.
د ځایی خبریال مطابق ، د يادونې وړ ده چې د پوليس ځواک د تېر په پرتله د امن او امان په بحالۍ کې زيات فعال ښکاري . د ځایی سرچنیو مطابق د میرانشان او وزیرستان په نورو سیمه کې په تېرو څو مياشتو کې د پوليسو او نورو امنیتي ځواکونو باندې بريدونه زيات شوي چې پکې ګڼ شمېر ځوانان وژل شوي دي.