لنډیکوتل، پسید خیل قوم نن د پیښور او تورخم لویه لار د احتجاج په توګه بندوي
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر، پاک افغان بارډر تورخم پولې سره پروت د لنډي کوتل پسيد خېلو قوم مشران او نور عام اولس نن د د چهارشنبې په ورځ سهار لس بجې د پیښور او تورخم په لویه لار د مچنۍ پوستې څېرمه د تورخم NLC چارواکو پ ضد احتجاج کوي.د پسید خیل قوم مشرانو او ځوانانو پرون په یوه جرګه کې پریکړه کړیده چې نن به دوی د این ایل سی په ضد احتجاج وکړي او د پیښور او تورخم لویه لار به وتړي. د یادونې ده چې د پسید خیل قوم غوښتنه ده چې د تورخم په زمکه کې ی هم برخه شته او د خوګا خیل قوم دې هم دوی سره د زمکې برید او حدبندي معلومه کړي.