چین د افغانستان سره د مکمل مرستې ژمنه او اعلان: د چین زیرخارجه ویاند

د چین حکومت ویاند تصویر د ټویټر پانړې نه اخستې شوې عکس
باغي ټي وي رپورټ
د چین وزارت خارجه ویاند په خپله ټویټر پانړه لیکلی چې د افغانستان سره په دې سخت وخت کښې ملګرې دې، د ټولو افغان سیاسی مشرانو سره به اړیکه ونیسو چې په افغانستان کښې امن او ترقي راشي.
د چین ویاند وایی چې د افغانستان د امریکې جنک نه ثابته شوه چې جنګ د مسلې حل نه دې، په یوملک کښې مداخلت کولو سره ترقي نه شي راتلې او که د سیاسي لارو په ذریعه د ستونزې حل اوغوښتل شی نو دا بیا ممکنه ده.
د چین ویاند زیاته کړې چې که چرې په یو هیواد کښې په زور او د فوځي طاقت په ذریعه مداخلت وشی نو دې به دا مطلب شی چې ددې په زور ننوتلو نتیجه به په ناکامي ختمیږي.
ویاند وای چې دوی به د افغان مسله حل کولو لپاره، په افغانستان کښې د تل پاتې امن او ترقي راوستلو لپاره د افغان مشرانو سره په رابطه کښې شی چې دا مسله د سیاست له لارې هواره کړي.
د چین ویاند ژمنه کړې چې چین تیار دې چې د افغانستان په بیا رغونه او ددې هیواد د اقتصاد مضبوطولو لپاه برخه واخلي.






