اولس مشر جو بایډن وای جنرل مارک د کابل بد انتظامي ذمه وار دۍ

د امریکې صدر جو بایډن: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د امریکې اولس مشر جو بایډن په جنرل مارک تور لګولې دې چې د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د ټولې بدانتظامې او خرابې ذمه وار جنرل مارک دې چې د بګرام په ځای ی د کابل هوایی ډګر د پروازونو لپاره خوښ کړو.
امریکایی صدر د یو امریکایی رسنې سره په انټرویو کښې ویلی چې امریکې او نیټو د افغانستان نه د پرامن وتلو ژمنه کړې وه خو په افغانستان کښې د بهرني ځواکونو مشر جنرل مارک غلطي وکړه او بګرام په ځای ی د ځواکونو د وتلو لپاره د کابل هوایی ډګر نه د واپس وتلو فیصله وکړه چې دا ښه فیصله نه وه.
یاده دې وی چې برطاینه وزیر اعظم بورس جانسن غوښتنه کړې وه چې د افغانستان نه دې د وتلو تاریخ وغزول شي خو دا مطالبه د جي اووه هیوادونو په آن لاید غونډه کښې و نه منل شوه او نن ۳۱ اګسټ د افغانستان نه ټول امریکایی او نیټو فوځونه واپس وځي.






