باړه کې زده کوونکو احتجاجي لاریون کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د ګورنمنټ ډگري کالج کوهي شير حيدر تحصیل باړه په سلګونو زده کوونکو د خيبر سټوډنټس يونين ترسیوري لاندې په یاد کالج کې زده کوونکو ته راپیښې د ستونزو په ضد يوه لويه احتجاجي مظاهره وکړه.
دا مظاهره د مرکزي صدر رفيع الله، کالج صدر مجيب الله او سيکرټري جنرل سميع الله آفريدي په مشرئ کښي ترسره شوه او احتجاج کوونکو بينرونه او پلے کارډونه نيولي وو چې د خپلې ستونزو هوارولو لپاره ی په دې بیلا بیلې نعرې او غوښتنې لیکلې وې.
په دې موقع زده کوونکو اوویل چې زمونږ په کالج کې زده کوونکي یو شمیر ستونزو سره مخ دي او هغوی غوښتنه وکړه چې ددوی دا ستونزې دې په بیړني توګه هوارې شي. زده کوونکو اوویل چې ددوی په کالج کې تر ډیر وخت نه پرنسپل چوکۍ خالي ده، په کالج کې استاذان هم کم دی چې له وجهې ی د زده کوونکو راروان وخت د بد متاثره کیدلو امکان دي، هغوی غوښتنه وکړه چې په کالج کې د استاذان مقرر کړې شي، په لیبارټرې کې دې هم ضروري سامان زیات کړي شي او په دې کالج کې د لوبو لپاره یو میدان هم جوړ کړې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版