پاکستان سټیټ بینک د ایکسپورټ تجارت لپاره یوه پالیسي اعلان کړې

0
243

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله ميډيا سره خبرو کښې د آل خېبرپښتونخوا کمرشل ايکسپورټرز ايسوسي ايشن سينئر نائب صدر محمد عامر شينواري، جوائنټ سيکرټري عالمزيب افريدي او د تورخم سينئر کسټم ايجنټ ارشاد افريدي وويل چې د پاکستان د موجوده اقتصادي پاليسۍ له مخې پاکستان سټيټ بينک یوه تګ لاره او پالیسې اعلان کړې او نافذه کړې ده چې هم دې پالیسۍ ترلاندې افغانستان سره د صادراتو تجارت ته وده ورسی او تاجران هم دې پالیسې لاندې کار وکړي.
سوداګرو اوویل چې مونږ د هېواد صادرات په قانوني توګه بهر ته لېږو، هغوی زیاته کړه چې د هېواد پرمختګ په زياتو صادراتو سره ممکن دى.
د تورخم سوداګرو اوویل چې مونږ هڅه کوو، چې هر څومره چې ممکنه وي ډیر د پاکستان توکي صادر کړو.
هغوی اوویل چې د تورخم په زیرو پواینټ د افغانستان د سوداګرو له لوري هغه مکتوب چې پکې ډالر لیکل شوي وي د پاکستان کسټم افسرانو د کتنې څخه پس اجازه ورکول کیږي، هغوی اوویل ددې ډالرو تصدیق بانک د ګمرک چارواکو څخه د بریښنالیک له لارې تاییدوي.
نوموړي دا هم اوویل چې مونږ د چارواکو څخه مننه کوو ځکه چې دا پالیسي به دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړي او په ملیاردونو روپۍ چې په افغانستان کې د سوداګرو بندې پاتې شوي دي بیرته راوړل شی چې په دې صادراتي توکي واخلي او افغانستان ته ی صادر کړي،هغوی زیاته کړې چې د حکومت پاکستان د سټیټ بینک پاکستان ددې پالیسې ترلاندې به د پاکستان د افغانستان لپاره صادرات وده ومومي چې به د دواړو هیوادونو په اقتصاد او قومي خزانو ډیره ښه اغیزه وکړي.

د پاکستان حکومت او د پاکستان سټیټ بینک دې پالیسي په اړه د تورخم د ګمرک د پریونټیو څانګې ذمه وارو اهلکار رسنیو ته اوویل چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره د دوی آن لاین بانکي سسټم غیر فعال شوی دي چې له امله یې د پاکستاني صادرونکو میلیونونه روپۍ بندې پاتې دي. د کسټم اهلکار زیاته کړه چې هم دې ستونزې هوارولو لپاره د پاکستان سټیټ بینک د ا زر مبادله واپس راوړلو کې د صادرونکو د اسانتیا لپاره د کرنسي ډیکلیریشن پالیسۍ اعلان کړې ده او ددې پالیس په اړه ی SBP د مالیې سیکرټري ته د 7 دسمبر 2021 نیټه EPD 7-12-2021 – 165121-2 خط جاری کړی دی، د دې له مخې، د تورخم په زیر پواینټ، د صادرونکو لخوا راوړل شوې زر مبادله چې د ډالرو په شکل کې وی د کسټم اهلکار له خوا کتل کیږي چې پاکستان ته ی راوړي. هغوی زیاته کړه چې په دې مکتوب کې هغه ټول ډالر چې سوداګر ی راوړي درج شوی وو، د کسټم اهلکار اوویل چې دا اسانتیا د سوداګر لپاره یو عارضي وخت لپاره ورکړل شوي ده.

Leave a reply