د سیالکوټ سوداګرو د سرلنکا هیواد قتل شوي پریانتا کمارا خاندان له یو لک ډالر ورکړي

0
49

باغي ټي وي رپورټ
يو څو اونۍ وړاندې د پنجاب په صنعتي ښار سیالکوټ کې د مذهب په نامه قتل شوي د سري لنکا هیواد یو منیجر پریانتا کمارا خاندان له یو لک ډالر ورکړي دي، دا پیسې د پریانکا د کورودانې د بینک په اکاونټ کې ټرانسفر شوي دي.
د یا دونې ده چې څو اونې وړاندې د سری لنکا هیواد وګړې پریانتا کمارا چې په سیالکوټ کې په یو کارخانه کې مدیر وو، د ځایی مزدورانو له لاسه د مذهب بې حرمتي په الزام اووژل شول او بیا ی د پریانکا مړې هم اوسوځول.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ د سیالکوټ سوداګریزې ټولنې او راجکو انډسټریز له لوري د مرحوم پریانتا کمارا کونډې ته د مالي مرستې د ورکولو لپاره ددې لوی قدم او سخاوت ستاینه وکړه .
وزیر اعظم عمران خان په یو ټویټ کې ویلي دي چې زه غواړم د سیالکوټ د سوداګرۍ ټولنې څخه مننه وکړم چې د پریانتا کمارا کونډې د بینک اکاونټ ته ی د 100,000 ډالرو لیږلي، هغه زیاته کړه چې د راجکو شرکت هم ژمنه کړې چې د هغه کونډې ته به هره میاشت د 2000 ډالرو میاشتني معاش هم ولیږي او دا معاش به تر ۱۰ کله پورې دوام وکړي.

Leave a reply