د کورنیو چارو وزیر د حوزو آمرینو ته امر کړی چې لۀ انتقامي چلند څخه ځان وژغوري

نوموړي د کابل حوزو له آمرینو سره په لیدنه کې ټینګار کړی دی چې د ا.ا ټول لوړپوړي او ټیټ پوړي سرتېري باید د انتقام فکر له سره وباسي ځکه چې د هغه په وینا، انتقام اخیستل هیڅکله د حل لار نه ده، بلکې د هغو کسانو چې ظلم یې کړی دی بښل یې تر ټولو ستره حوصله غواړي خو بې له شکه چې ډېر اجر او ثواب پر همدې مرتب دی چې هغوی وبښل شي.
(2022 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مولوي سراج الدین حقاني د دغه وزارت پر اړوندو قومندانانو او د کابل حوزو پر آمرینو غږ کړی دی چې له انتقام اخیستلو څخه په کلکه ډډه وکړي.
نوموړي د کابل حوزو له آمرینو سره په لیدنه کې ټینګار کړی دی چې د ا.ا ټول لوړپوړي او ټیټ پوړي سرتېري باید د انتقام فکر له سره وباسي ځکه چې د هغه په وینا، انتقام اخیستل هیڅکله د حل لار نه ده، بلکې د هغو کسانو چې ظلم یې کړی دی بښل یې تر ټولو ستره حوصله غواړي خو بې له شکه چې ډېر اجر او ثواب پر همدې مرتب دی چې هغوی وبښل شي.
نوموړي په یاده لیدنه کې د خپل ورور یادونه کړې ده چې د ده په خبره، پلار یې یوه ورځ ورته وویل چې باید له انتقامه په کلکه ډډه وکړي.
د هغه په وینا، سره له دې چې د ده خپل ورور قاتل په خپلو سترګو لیده خو سترګې به یې ځینې اړولې.