امریکایي ځواکونو کابل هوايي ډګر کې مهمات تخریب کړي

0
86

امریکايي ځواکونو کابل هوايي ډګر کې مهمات تخریب کړي

وړاندې تر دې چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، دوی د افغان فوځ جنګي هلیکوپټرې او الوتکې ویجاړې کړي دي.

 

(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)

وړاندې تر دې چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، دوی د افغان فوځ جنګي هلیکوپټرې او الوتکې ویجاړې کړي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مکینزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی د کابل هوايي ډګر کې نظامي هلیکوپټرې او نظامي جېټ الوتکې تخریب کړي، نوموړي ویلي چې یاد تجهیزات یې داسې تخریب کړي چې بیا د کارونې وړ ندي.

تېره شپه امریکایان په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل او د مابل هوايي ډګر طالبانو ته وسپارل شو.

Leave a reply