پاکستان د ۱۰۰۰۰ لسو زره نه زیات د بهر ملکونو وګړي افغانستان نه را اوویستل

0
189

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر خارجه شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د جرمني وزیر خارجه او نورو چارواکو سره ی لیدنه کړي او هم دغه شان یو مشترکه پریس کانفرنس ته وینا هم کړي.

د پاکستان وزیرخارجه دا خبره یو ځل بیا په ډاګه کړې چې د افغانستان متعلق د پاکستان پالیسي صفا ده ، پاکستان په افغانستان کښې امن او ترقي غواړي، پاکستان د افغانانو د انساني حقونو خوندي توب او ترقي غواړي.
دا خبره ی هم کړې چې پاکستان د لسو زره نه زیات هغه خلق چې د بهر ملکونو سازمانونو سره ی تعلق دې، د افغانستان نه را اوویستل.
قریشي د جرمني چارواکو ته دا خبره په ډاګه کړه چې پاکستان په افغانستان کښې یو داسې حکومت سپورټ کوي چې هغه ټولو افغانانو او ګروپونو ته قبول وي.

Leave a reply