پخواني ولسمشر حامد کرزي لۀ ناروې د مرستو د ډیرولو غوښتنه کړې ده

0
162

پخواني ولسمشر حامد کرزي لۀ ناروې د مرستو د ډیرولو غوښتنه کړې ده

د ناروې سفیر هم ویلي چې دوی له افغانانو سره ښو اړیکو او له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې د خپلو هڅو پر پراختیا بوخت دي.

 

(2022 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پخواني ولسمشر له ناروې د مرستې د ډېرولو غوښتنه کړې ده. د ناروې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي انډرېس لینډ من په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

حامد کرزي ویلي چې ناروې له اوږدو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلو برخو کې بشردوستانه مرستې لرلې دي او تمه لري چې دغه مرستې لا پراخې شي.

د ناروې سفیر هم ویلي چې دوی له افغانانو سره ښو اړیکو او له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې د خپلو هڅو پر پراختیا بوخت دي.

اړوند موضوعات: 

ناروې د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستې ډاډ ورکړی دی

په دې لیدنه کې همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.

Leave a reply