د مدینې ریاست جذبه او سوچ په پاکستان کې بدلون راولي، د پاکستان وزیراعظم عمران خان آرټیکل

باغي ټي وي رپورټ
وزیر اعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ د یو قوم په توګه راغونډېدو او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لخوا ایښودل شوي د ریاست مدینې اصولو ته د رسیدو لپاره په دوامداره مبارزه او په هڅو کولو زور ورکړې او په دې موضوع ی ټینګار کړې دې .
لومړي وزیر په خپل ټویټر کې خپله مقاله خپره کړې د انګریزۍ په ورځپانړه ایکسپریس ټریبیون کې خپره شوې ده، ددې آرټیکل سرلیک دې ، د مدینې ریاست جذبه او سوچ په پاکستان کې بدلون راولي.
عمران خان اوویل چې کوم اصول او قانوني چې د لوی پیغمبر د مدینه په ریاست کې وو او عملي کړې شوي وو، هم هغه اصول او قانونی هرې زمانې او لپاره د یول لوی تهذیب او ریاست بنیاد جوړوي.
عمران خان زیاته کړه چې نن ورځ مونږ باید په پاکستان کې د یو ملت او دولت په توګه د دې اصولو د پلي کولو او خپلولو لپاره مبارزه وکړو او دې اصولو عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړو.
د اې پي پي رپورټ مطابق د مدينې د رياست د لارښود اصولو په اړه د خپل نظر بیانولو او تشریح کولو په مهال وزيراعظم يو ځل بيا ټينګار وكړو چې هېواد په اوس وخت كښې د ټولو چيلنجونو تر ټولو ډیر ضرورت او اهمیت د قانون د حاكميت قائمولو لپاره مبارزه ده۔





