میدان وردګو ولایت کې دوه تنه د بډې اخېستلو په تور نیولي
میدان وردګو ولایت کې دوه تنه د بډې اخېستلو په تور نیولي
د مسوولینو پر وینا، دوی تازه د ا.ا لیکو ته داخل شوي وو؛ چې تېره ورځ له اسنادو سره د امنیتي کسانو لخوا ونیول شول.
(2022 / 1 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
باختر خبري آزانس د میدان وردګو ولایت د استخباراتو د ریاست لۀ قوله ویلي: تېره ورځ مو د لومړۍ حوزې دوه تنه په پاسپورت آمریت کې د ۱۵ زره افغانیو بډې اخېستلو په تور ونیول.
دوی د نیول شویو کسانو د هویت په اړه وایلي: ” محمد حامد د غلام رباني زوی، د جلرېز د موسی خېلو د کلي او سمیع الحق د محمد امین زوی د چک ولسوالۍ د ګوډه د کلي اوسېدونکي دي، نوموړو په خپل جرم اعتراف کړی او اوس مهال یاد کسان په استخباراتو ریاست کې تر توقیف لاندې دي او قضیه یې بررسي کېږي.”
اړوند موضوعات:
آمر پاسپورت طالبان در بامیان به اتهام کمیشنکاری بازداشت شدند
د مسوولینو پر وینا، دوی تازه د ا.ا لیکو ته داخل شوي وو؛ چې تېره ورځ له اسنادو سره د امنیتي کسانو لخوا ونیول شول.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاستونو کې ډیری کسان د ورته جرمونو پۀ تور نیول شوي دي.