د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز نه دی تړل شوی

د هغه په خبره د لویې څارنوالۍ مالي او اداري سرپرست مرستیال مولوي شاه محمد شاهد خلکو ته ډاډ ورکړی چې د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز فعال دی او سرپرست هم ورته ټاکل شوی دی.
(2022 / 1 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د ویاندويي یوه غړي احمد الله وثیق بېګاه پر خپل ټویټر لیکلي، چې د دغه مرکز د تړل کېدو راپورونه واقعیت نه لري.
د هغه په خبره د لویې څارنوالۍ مالي او اداري سرپرست مرستیال مولوي شاه محمد شاهد خلکو ته ډاډ ورکړی چې د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز فعال دی او سرپرست هم ورته ټاکل شوی دی.
تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې اسلامي امارت دغه مرکز له منځه وړی دی.