د سولې عالي شورا رئیس د ناروې لۀ سفیر سره لیدنه کړې
د سولې عالي شورا رئیس د ناروې لۀ سفیر سره لیدنه کړې
” له افغانانو سره مې د ناروې له مرستو نه په ځانګړې ډول د سولې له پروسې او د دوحې د مذاکراتو په برخه کې د ناروې هېواد له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانان په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لري.”
(2022 / 1 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په دې ناسته کې د ناروې سفیر د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو پر دوام د ټینکار تر څنګ هیله وښوده چې د افغانستان د خلکو لپاره بهتره شرایط رامنځته شي.
هغه وویل چې دوی او همکاران یې په هرحال کې د افغانستان د خلکو تر څنګ دي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله لۀ مطبوعاتي دفتر نه پة خپره شوې اعلامیه کې راغلي: ” له افغانانو سره مې د ناروې له مرستو نه په ځانګړې ډول د سولې له پروسې او د دوحې د مذاکراتو په برخه کې د ناروې هېواد له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانان په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لري.”
د یادونې ده چې ناروې پۀ دې وروستیو کې افغانستان سره د بشري مرستو پۀ برخه کې ځانګړې مرستې کړې دي.