افغانستان ته بشري مرستې ولیږل شوې

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د سعودي عربستان باچا سلمان له لوري د بشري مرستو ډک شل ټرکونه پرون په تورخم پوله افغان چارواکو ته وسپارل شول. د مرستې د پاک افغان د همکارۍ ټولنې ترسیوري لاندې د تورخم په پوله افغان چارواکو ته حواله کړې شو.
په دې موقع د تورخم په پوله د لنډي کوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدین د مرستو څخه ډک د ټرکونو دغه قافله افغان چارواکو ته وسپارله.
په دي موقع ايډيشنل اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل اشرف الدين اوويل چي د پاکستان حکومت همیشه په سخت وخت کې د افغان اولس خدمت جاري ساتلي دې.
هغه اوویل چې په دې سخت وخت کې افغان اولس سره د پاکستان حکومت، باچا سلمان، الخدمت فاونډيشن او نور تنظيمونه هم مرسته کوي.
نوموړي د جنګ ځپلي افغان اولس سره په دې سخت وخت کې د بشري مرستو ستاینه وکړه او زیاته ی کړه چې پاکستان تل د خپل یو ښه مسلمان ګاونډي په توګه خپل حق ادا کړی دې او د افغان اولس هره ممکنه مرسته ی کړې ده.

Leave a reply