عمران خان په یو ورځ دوره نن پیښور ته راغلې

0
75

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران د خیبر پښتونخوا مرکز پیښور په دواره راغلي دې، وزيراعظم عمران خان سره د خيبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان او وزيراعلي محمود خان ملاقات کړې دې او په یو شمیر مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې دې.
په دې کتنه کې د صوبې په سياسي وضعيت، اداري مسايلو او دامن او امان په حالت خبرې وشوې.
په دې ملاقات کې په دغه صوبه کې د روانو د اولس د خیرښیګړې پروژو په ځانګړي ډول د کرنې د بدلون د پلان د تطبیق، د ځنګلونو د ساتنې د پروژې او د خلکو ښیګړې لپاره د صحت کارډ په اړه خبرې اترې وشوې.
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان د ټولنیزو رسنیو یو رپورټ مطابق وزيراعظم عمران خان ته د انتظاميې لخوا د ګرانۍ د مخنيوي او خوراکي توکي ذخیره کوونکو په ضد د عملياتو په لړ كښې د پورته كړو ګامونو نه هم خبر كړے شو۔
وزيراعظم په دې موقع لارښوونه وکړه چې د عام اولس د خیرښیګړې پروژې دې په ترجيحي بنيادونو سرته ورسول شي چې عام اولس ته ددې پروژ څخه ګټه ورسي.

Leave a reply