دا.ا.ا: امنیتي ځواکوتو د میدان وردګو ولایت کې د علیپور د وسلو ډیپو کشف کړې ده

0
218

دا.ا.ا: امنیتي ځواکوتو د میدان وردګو ولایت کې د علیپور د وسلو ډیپو کشف کړې ده

عليپور په مرکزي سیمو کې خپلسری وسله وال قومندان و، چې وخت ناوخت به یې د خلکو په ځورونه لاس پورې کاوه. هغه د خپلسریو پر مهال د افغان پوځ یوه چورلکه هم غورځولې وه او ګڼ افغان پوځیان یې وژلي وو.

 

(2022 / 1 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امنیتي ادارې وایي په میدان وردګو ولایت کې یې د عليپور د وسلو او مهماتو دوه زېرمتونونه کشف کړي دي.

باختر اژانس د امنیتي ادارو له قوله ویلي چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ په بهسودو ولسوالۍ کې د خپلسري وسله والو قومندان عليپور د وسلو او مهماتو دوه زیرمتونونه کشف کړي او په دې ولسوالۍ کې لا ډېرې پلټنې روانې دي.

عليپور په مرکزي سیمو کې خپلسری وسله وال قومندان و، چې وخت ناوخت به یې د خلکو په ځورونه لاس پورې کاوه. هغه د خپلسریو پر مهال د افغان پوځ یوه چورلکه هم غورځولې وه او ګڼ افغان پوځیان یې وژلي وو.

نوموړی دمګړی له هېواد بهر دی خو امنیتي ځواکونه وایي چې په ټول هېواد کې د خپلسرو وسله والو او له دوی د وسلو راټولولو عملیات دوام کوي.

Leave a reply