خوست کښې جنایی پیښې صفر ته راښکته شوي: افغان اسلامی آژانس رپورټ

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان ولایت خوست نه د اسلامي آژانس یو خبر خپور شوي چې پکښې ویل شوي چې ددې سیمې خلق وایی چې د امارت اسلامی د راتګ سره په خوست کښې ډیر امن راغلي او وس دلته کومه بده پیښه نه ده شوې.

اسلامی آژانس د خوست ډیرو خلقو نه د جنایی کارونو په حقله پوښتنې کړي ، په ځواب کښې ډیرو ملکي وګړو ویلي چې دلته ډیر امنیت دي ، ټول خلق خوشحال دي او تیرو درې اونې کښې کومه بده پیښه نه ده شوې.

جاوید د خوست اوسیدونکې دې او وایی چې د امارت اسلامی په راتګ سره زه آرام محسوسوم ځکه ددوی راتګ سره د جنایی کارونو ګراف صفر شوي دې.
یاده دې وی چې په کابل د کنټرول لاس ته راوړلو په وخت امارت اسلامی د عام معافي اعلان کړې وو، ښځو ته ی هم ویلی چې خپل وظیفې دې پیل کړي خو دای زیاته کړې چې ښځو ته به د اسلام په چوکاټ کښې خپل ټول حقونه ورکوي.

Leave a reply