هندي فوځ په مقبوضه کشمیر کې په پریس کلب برید کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان په مقبوضه کشمیر کې د خیرښیګړې تنظیمونو او د خبریالانو د هندي فوځ د لاسه ځورول،په دوي ظلمونه کول په کلکه غندلي او نړۍ څخه ی غوښتنه کړې چې د هندي فوځ ددې ظلمونو دې باید نوټس واخستل شي.
د اتوار په ورځ د پاکستان خارجه وزارت وياند لخوا په جاري شوي یو بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاکستان د کشمیري خبریالانو او د سول سوسائټۍ كارمندانو سره دظلم،ددوی غیرقانوني نیول، د دوئي د ځورولو او د دوئي په ضد د جعلي فوجدارۍ مقدمو درج كولو په سختو ټکو کې غنده کوي .
د خارجه دفتر وياند ووئيل چې تېره ورځ په كشمير پرېس كلب ترسره شوې بريد هم غندلې دې، ویاند زیاته کړې ده چې په مقبوضه شمیر کې د هند دا ناوړه جرمونو او د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوونکو باندې ظلمونه او ددوی نیول د هندي فوځ د ظلمونو او د نړیوال بشري حقونو څخه د سرغړونې عکاسي کوي.
وياند ووئيل په مقبوضه کشمیر كښې استثنیٰ سره د غېر قانوني هلو ځلو مخنيوي اېكټ ٬ د پبلک سېفټی اېکټ او د آرمډ فورسز اسپېشل پاورز اېکټ په شمول د سختو او غېر انساني قانونو مخ په زياتېدونكې استعمال هم دومره د غندنې وړ دې كوم چې د هندوستان د نوآبادياتي ذهنيت عكاسي كوي .
په بیان کې ی زیاته کړې ده چې پاکستان د کشمیري خبریالانو او د سول سوسائټۍ كارمندانو زياتېدونكو غېر قانوني ګرفتارو او د دوئي د ځورولو پېښو غندنه كولو سره نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو او بشري خواخوږۍ نړيوالو ادارو څخه غوښتنه كړې ده چې هغوي د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي كشمير كښې د کشمیري خبریالانو او د سول سوسائټۍ كارمندانو په زياتېدونكو غېر قانوني توګه نیولو او د دوئي د ځورولو په اړه د هند نه ځواب اوغواړي او د داسې ظلمونو په راروان وخت کې مخنیوې وکړي.