په افغانستان کښې ټولو نه سخت ماشومان بد متاثر شوي: یونیسیف

0
92

باغي ټي وي رپورټ
د ملل متحده ادارې یونیسیف په یو بیان کښې ویلي دې چې په افغانستان کښې د وسني صورت حال په نتیجه کښې د ټولو نه زیات ددې هیواد ماشومان ډیر بد متاثر شوي دي.
د یونیسیف اداره وای چې په افغانستان کښې دکال ۲۰۱۹ نه تر دسمبر کال ۲۰۲۱ پورې په دې هیواد کښې ۵ پنځه زده او ۷ اووه سوه ماشومان وژل شوي او معذوره شوي دي.
د اقوام متحده مشران وای چې په داسې وخت کښې د افغانستان ماشومان نه شوي پریښودې. د یونیسیف اداره وای چې په افغانستان کښې د ۴۰ څلویښت لکه ماشومان چې پکښې ۲۲ دوه ویشت لکه جونه شاملې دي ، دسکولونو نه بهر دي چې دا یو ډیر لوی نقصا ن، دوی وای چې په افغانستان کښې یخني راروانه ده او که دا موجوده بحران زیات شوی نو دې سره به په افغانستان کښې لکونو ماشومان د خوراک او دوایانو د قحط سره مخ شي.

Leave a reply