پاکستان وايي چې تر دې وروسته افغان کډوالو ته ځای نه ورکوي

پاکستان وايي تر دې وروسته افغان کډوالو ته ځای نه ورکوي
پاکستان وايي چې دوی نور له افغانستان څخه ورتلونکو مهاجرو ته ځای نشي ورکولی.
(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل له شیګل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دوی نشي کولی نور له افغانستان څخه ورتلونکو مهاجرو ته پناه ورکړي.
نوموړي ویلي چې هېواد کې یې اوس هم له څلور میلیونو زیات افغان مهاجر دي او د نورو مهاجرو د منلو لپاره تیار ندي.
ښاغلی فیصل داسې مهال دا خبرې کوي چې ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې ممکن راتلونکي کال کې پنځه لکه افغانان کډوالۍ ته اړ شي.






