د هرات ولایت امنیتي مسؤلین وايي چې یو تن مو د تښتوونکو لۀ منګولو ژغورلی

د هرات ولایت امنیتي مسؤلین وايي چې یو تن مو د تښتوونکو لۀ منګولو ژغورلی
ويل کيږي دغه ځوان چې د هرات ښار له دريمې ناحيې څخه تښتول شوى و؛ د دوو ساعتونو پۀ جریان کې د ګذرې ښار د تزان په سيمه کې د تښتوونکو لۀ منګلو وژغورل شو او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
(2022 / 1 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هرات ولایت امنیتي ځواکونو یو کس د انسان تښتونکو لۀ منګولو ژغورلی او پۀ دې تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د یاد ولایت د استخباراتو مشر په هرات کې د څلورو انسان تښتوونکو د نیولو خبر ورکوي.
نوموړی وايي چې په دې عملیاتو کې د عبدالعزیز زرګر زوی د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.
ويل کيږي دغه ځوان چې د هرات ښار له دريمې ناحيې څخه تښتول شوى و؛ د دوو ساعتونو پۀ جریان کې د ګذرې ښار د تزان په سيمه کې د تښتوونکو لۀ منګلو وژغورل شو او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
اړوند موضوعات:
په ارزګان کې د انسان تښتوونکو یوه اته کسیزه ډله نیول شوې ده
په عملیاتو کې یو تن تښتونکی هم وژل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د هرات امنیتي مسؤلینو د انسان تښتونې پۀ تور څو ډلې پۀ بېلابېلو عملیاتو کې نیولې دي.





