پکتیا؛ د څمکنیو ولسوالۍ راغي سیمې اوسېدونکي د اوبو د کمښت لۀ امله سرټکوي

پکتیا؛ د څمکنیو ولسوالۍ راغي سیمې اوسېدونکي د اوبو د کمښت لۀ امله سرټکوي
د یادونې وړ ده چې ۲۰۲۱ م کال د افغانستان او سیمې هېوادونو لپاره د وچکالۍ کال ؤ، پۀ دغه کال کې بارانونه او یخو سیمو کې واورې ونشوې، د بارانونو د نشتون لۀ امله چینې او کاریزونه وچ شول او خلک د اوبو نشتون لۀ امله لۀ لویو ستونزو سره لاس او ګریوان ؤ.
(2022 / 1 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اړوند د راغه سیمې خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي
ځايي اوسېدونکی احد یار منیب وايي، راغه د څمکنیو ولسوالۍ تر ټولو ګڼ مېشتې سیمه ده، چې اوس په کافي ډول د څښاک اوبه نه لري.
نوموړی وايي که حکومت د منګیاړ یا ګرامي سیمې څخه د پایپ له لارې اوبه راولي او دلته ور ته زېرمې جوړې کړي، د دۀ په وینا هم به اوبه په سم ځای کې ولګول شي او هم به دغه سیمه زرغونه کړي.
د یادونې وړ ده چې ۲۰۲۱ م کال د افغانستان او سیمې هېوادونو لپاره د وچکالۍ کال ؤ، پۀ دغه کال کې بارانونه او یخو سیمو کې واورې ونشوې، د بارانونو د نشتون لۀ امله چینې او کاریزونه وچ شول او خلک د اوبو نشتون لۀ امله لۀ لویو ستونزو سره لاس او ګریوان ؤ.
وروستیو اورښتونو خلک خوشحاله کړي او د یوۀ ښۀ راتلونکي کال لپاره هیله من شوي دي.






