ذ،م خان ته: کاري ځواک ته اړتیا نلرو، افغانستان پۀ دې برخه کې پۀ ځان بسیا دی 

0
71

ذ،م خان ته: کاري ځواک ته اړتیا نلرو، افغانستان پۀ دې برخه کې پۀ ځان بسیا دی 

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی نو دوی به دغه هېواد ته مسلکي کسان لېږي چې د هغه څرګندونې د افغانان له سخت او توند غبرګون سره مخ شوې.

 

(2022 / 1 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

افغان حکومت د عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښوودلی دی.

د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بهرنیو رسنیو ته ویلي چې افغانستان په کافي اندازه کاري ځواک او مسلکي کادرونه لري او په دې برخه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري. د مجاهد په وینا د پاکستان له دې وړاندیز مننه کوي، خو افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا دی.

ه غه زیاته کړې چې په افغانستان کې ځينې ستونزې شته دي، خو دا په دې مانا نه ده چې دلته کاري ځواک نشته دی.

هغه زیاته کړې چې د نړۍ نورو هېوادونو هم ورته وړاندیزونه لرلي دي خو افغان حکومت له دې اړخه پر ځان بسیا دی.

اړوند موضوعات: 

 د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې افغانستان خپل مسلکي کسان لېږو 

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی نو دوی به دغه هېواد ته مسلکي کسان لېږي چې د هغه څرګندونې د افغانان له سخت او توند غبرګون سره مخ شوې.

Leave a reply