آلمان: له کابل هوايي ډګر څخه د چارتر پروازنو تصمیم به د طالبانو حکومت نيسي

0
179

آلمان: له کابل هوايي ډګر څخه د چارتر پروازنو تصمیم به د طالبانو حکومت نيسي

د آلمان خارجه وزیر نن په اسلام آباد کې وويل چې آلمان به طالبانو له خوا د یو نوی حکومت تاسیس ته انتظار وباسي.

 

(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)

د آلمان خارجه وزیر نن په اسلام آباد کې وويل چې آلمان به طالبانو له خوا د یو نوی حکومت تاسیس ته انتظار وباسي او وبه ګوري چې آيا دغه ډله به د خپلو ژمنو پر اساس هغو افغانانو ته اجازه ورکړي چې غواړي د کابل هوايي ډګر څخه په الوتکو کې ووځي او که نه.
هایکو ماس د سې شنبې په ورځ د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په يو خبري کنفرانس کې وويل: «طالبانو ژمنه کړې، خو موږ به په راتلونکو ورځو او اوونیو کې وګورو چې آیا په هغې باندې حساب کولای شو که نه.»
ماس زیاته کړه: «طالبان غواړي یو نوی حکومت تاسیس کړي او دا به موږ ته ښکاره کړي چې آیا هغوی زموږ غوښتنې ته چې ټولشموله ده وګوري او که نه.»
د رپوټونو پر اساس، د آلمان حکومت غواړي ۴۰ زره افغانان آلمان ته راولي. د آلمان خارجه وزير په همدې موخه د يکشنبې په ورځ پنځو هیوادونو (ترکيه، ازبکستان، تاجيکستان، پاکستان او قطر) ته یو څلور ورځنی سفر پيل کړی دی.
هغه تر دې وړاندې ترکېې، ازبکستان او تاجیکستان ته تللی وو.

Leave a reply