څېړونکي: عمران خان داسې ندي ویلي چې پاکستاني مسلکي کسان دې افغانستان ته ولېږدول شي

0
161

څېړونکي: عمران خان داسې ندي ویلي چې پاکستاني مسلکي کسان دې افغانستان ته ولېږدول شي
دوی وايی چې دا یو ښۀ نظر کېدلی شي ځکه چې وړاندې ترې پخوانی حکومت او اوس طالبان هم د دې غوښتونکي دي چې د دوی کادرونه او نور عام مهاجر افغانان بېرته افغانستان ته وروګرځي.

 

(2022 / 1 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ځینې افغان او پاکستاني سیاسي فعالانو او څېړونکو وروسته لۀ هغه چې د پاکستلان د لومړي وزیر عمران خان ټوېټ غبرګونونه راوپارول چې ګواکې افغانستان ته دې بشري قووه واستول شي، وویل چې د ښاغلي عمران خان توېټ غلط تعبیر شوی دی.
دوی د عمران خان د خبرد لۀ راخستو سره ځینې تشریحات کړي دي:

” لومړي وزير اړوندو چارواكو ته هدايات کړی چې له دوستو هېوادونو سره دوه اړخيزه مرستې وكړي، او په خاصه توګه د طبي، آئي ټي، فنانس او ​​حسابدارۍ په څانګه كښې وړ او روزل شوي افرادو په لېږلو سره په افغانستان كښې د بشري ناورين مخه ونيسي.”

دوی وايي چې د ښاغلي اصلي مطلب دا دی، چې هغه افغانان چې لوړې زده کړې یې په پاکستان کې بشپړې کړي دي خپل وطن ته ولېږل شي؛ تر څو افغانستان لۀ ناورین وژغوري او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
دوی وايی چې دا یو ښۀ نظر کېدلی شي ځکه چې وړاندې ترې پخوانی حکومت او اوس طالبان هم د دې غوښتونکي دي چې د دوی کادرونه او نور عام مهاجر افغانان بېرته افغانستان ته وروګرځي.

اړوند موضوعات: 

د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال د عمران خبرو ته غبرګون ښودلی دی 
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت هم د عمران خان خبرې ښې ګټلي او د غبرګونو پۀ ځواب کې یې ویلي چې د نوموړي خبرې علطې تعبیر کړل شوې دي؛ خو د افغان حکومت دغه غبرګون هم د نورو عامو افغانانو لۀ منفي غبرګونو سره مخ شوی دی.

Leave a reply