طالبانو راتګ سره افغانستان کښې امن راغلې: ځاځې وطن دوست
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل کښې د خلقو استازې او د روغتیا کمیسون ریس حاجي عبدالخالق ځاځي وطن دوست ویلي دې چې د امارت اسلامي په راتګ سره په ټول افغانستان امن راغلي او د ملک حال ښه شوې دې.
دوی وای طالبان دې چین ، ایران او هندوستان سره ښه تعلق جوړ کړي او دې هیوادونو سره دې ښې اړیکې شروع کړي چې په افغانستان کښې نوې حکومت جوړ شي.
دوی دا هم وایی چې طالبانو چې کله نه افغانستان ته راغلي نو دلته جنګ ختم شوې او د وژنې پیښې هم بندې شوي.