طالبان ورسره د مسلکي کدرونو نشتون؛ پاکستان کې نانوای د کابل ټرافیکو رئیس ټاکل شوی

0
147

طالبان ورسره د مسلکي کدرونو نشتون؛ پاکستان کې نانوای د کابل ټرافیکو رئیس ټاکل شوی

نیویارک ټایمز راپور ورکوي چې طالبان له خپلو ځواکونو څخه د حکومتي کدرونو د استخدام په لټه کې دي او واک ته له راستنیدو وروسته یې له پاکستان څخه د دولتي ادارو لپاره یو شمیر کدرونه راوستلي دي.

 

(2022 / 1 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

طالبانو واک ته له راستنیدو راهیسې د دولتي ادارو لپاره د اړتیا وړ یو شمیر کدرونه له پاکستان څخه راوستلي دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکوي چې طالبان له خپلو ځواکونو څخه د حکومتي کدرونو د استخدام په لټه کې دي او واک ته له راستنیدو وروسته یې له پاکستان څخه د دولتي ادارو لپاره یو شمیر کدرونه راوستلي دي.

خيال محمد غيور، چې اوس د کابل د ترافيکو مدير دى، نيويارک ټايمز ته وويل، چې له ډېرو کلونو راهيسې يې په پاکستان کې نانوايي کوله.

ورځپاڼه وايي، ارسلا خروټي چې اوس د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو د وزارت مرستیال دی، هم کلونه کلونه په پاکستان کې د کډوالو په یوه کمپ کې کار کړی دی.

اړوند موضوعات: 

 د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې افغانستان خپل مسلکي کسان لېږو 

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د کراچۍ په یوه غریب میشته سیمه کې د جومات مبلغ اوس په پکتیکا ولایت کې د طالبانو په حکومت کې قاضي دی.

 

Leave a reply