که نړې افغانستان یواځې پریږدي،نو هلته به نوې جنګ شروع شي: معید یوسف
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پایه تخت اسلام آباد نه د اې پي پي خبرې ایجنسې د پاکستان قامي سلامتیا لپاره د وزیر اعظم خاص مرستیال ډاکټر معیدیوسف له خولې یو خبر شایع کړې چې هغه وای نړې دې په داسې سخت وخت کښې افغانستان یواځې پرې نږدي، او د افغانستان په بیا جوړیدنه او د حکومت په جوړولو کښې دې پوره پوره مرستې وکړي.
یوسف وای چې که چرې افغانستان یواځي پریښودل شي نو دلته یو نوې جنګ ، معاشي بحران پیدا کیدۍ شي نو دې لپاره دې افغانستان یواځي پرې نه ښودې شي.
دوی وای چې که نړې افغانستان نظر انداز کړي نو دلته به یو ځل بیا خلا پیدا شي، د امنیت ستونزې به پیدا شي او نړديوالو ترهګرو ته به یو ځل بیا موقع په لاس راشي چې افغانستان د خپلومقصدونو لپاره استعمال کړي.
نوموړی اوویل چې دنیا دې د تیر وخت په شان غلطي و نکړي او د پخوا په شان تیروتنو نه دې سبق واخلي او په افغانستان کښې دې د ټول منلي حکومت په جوړولو کښې طالبانو سره مرستې وکړي ترڅو په افغانستان کښې یو نوې حکومت جوړ شي.