سمنګاني: د عمران خان خبرې غلطې تعبیر کړل شوې دي
سمنګاني: د عمران خان خبرې غلطې تعبیر کړل شوې دي
د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني لیکلي، چې عمران خان پر دوستو هېوادونو غږ کړی، چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ورشي، نه متخصصین ولېږي.
(2022 / 1 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
طالبان وايي چې د عمران خان څرګندونې سمې نه دي ژباړل شوي.
د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني لیکلي، چې عمران خان پر دوستو هېوادونو غږ کړی، چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ورشي، نه متخصصین ولېږي.
خو د سمنګاني څرګندونې له غبرګون سره مخ شوې، ځکه چې خان په ښکاره توګه لارښوونه کړې وه چې متخصصین واستول شي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې افغانستان کې دننه د ا.ا.ا باندې نیوکې کېږي چې دوی مسلکي خلک لۀ دندو لرې کوي او پر ځای یې غیر مسلکي او هغه اشخاص ګوماري چې پۀ اړوند بخش کې پۀ نۀ پوهېږي.