أیما په هرات کې په وړیا ډول د خلکو درملنې لپاره کمپ جوړ کړی

0
148

أیما په هرات کې په وړیا ډول د خلکو درملنې لپاره کمپ جوړ کړی

د جمعې په سهار د هرات له ښار څخه د ناروغانو د کتنې لپاره ۴۰ کسیزه ډله چې ۱۵ طبي متخصصین پکې شامل وو، ټاکل شوې سیمې ته واستول شول.
په دې کمپ کې د ډاکټرانو له خوا په بېلابېلو برخو کې د ۹۶۲ کسانو درملنه وشوه.

 

(2022 / 1 / 15  نېټه باغې ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان اسلامي طبي ټولنې ایما، د جمعې په ورځ د هرات ښار په لویدیځ شاوخوا کلیو کې (غوغا، رباط افغانان، سنګ بست، یادګار قلعه، کشک باد سبا، قلعه خواجه) کې یو ځانګړی طبي کمپ په وړیا ډول جوړ شو.

د جمعې په سهار د هرات له ښار څخه د ناروغانو د کتنې لپاره ۴۰ کسیزه ډله چې ۱۵ طبي متخصصین پکې شامل وو، ټاکل شوې سیمې ته واستول شول.
په دې کمپ کې د ډاکټرانو له خوا په بېلابېلو برخو کې د ۹۶۲ کسانو درملنه وشوه.
د أیما چارواکي وايي، په دغه کمپ کې ۷۴ اړو کسانو ته وړیا عینکې ووېشل شوې، ۹ تنه یې ښار ته د کترکت لپاره استول شوي او دوه ماشومان یې سنت کړي دي.

Leave a reply