زلمی خلیل زاد: افغانستان کې د امریکایانو جګړه ختمه شوه

0
95

زلمی خیلیل زاد: افغانستان کې د امریکایانو جګړه ختمه شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیل زاد ویلي چې افغانستان کې د امریکایانو جګړه ختمه شوه او اوس د افغانانو کار دی چې خپل هېواد څنګه جوړوي.

 

(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیل زاد ویلي چې افغانستان کې د امریکایانو جګړه ختمه شوه او اوس د افغانانو کار دی چې خپل هېواد څنګه جوړوي.

نوموړي پخپل ټویټر لیکلي: اوس هغوی (طالبان) به وکړی شي چې خپل هېواد خوندي او سوکاله کړي، چې پکې ټول وګړي نارینه او ښځینه کار وکړي او آیا افغانستان به وکړی شي چې نړۍ ته خپله سنتي، فرهنګي او تاریخي ښکلا او قووت وښيي.

ښاغلی خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان کې د امریکا فوځي ماموریت پای ته ورسېدۀ او امریکا خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وایستل.

Leave a reply