د ماليې وزارت وايي چې د راتلونکي مال بودجه مو بشپړه کړې ده 

0
239

د ماليې وزارت وايي چې د راتلونکي مال بودجه مو بشپړه کړې ده 

د ده په خبره هېوادوال باید د خپل هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د مالیې په ورکولو کې ناغیړي ونکړي. د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پیسې به نه ضایع کیږي.

 

(2022 /  1 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان بودجه له بهرني تمویل پرته له کورنیو عوایدو جوړه شوې ده.

د اسلامي امارت چارواکو نن په کابل کې د مالیاتي اونۍ د پرانستغونډې پر مهال پر هیوادوالو غږ وکړ، چې په ټاکلي وخت مالیه اړوندو ادارو ته ورکړي.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دا د ټولو مشترکه دنده او مسوولیت دی چې د مالیې د ورکړې او د اقتصادي ښیرازۍ لپاره کار وکړو.

د ده په خبره هېوادوال باید د خپل هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د مالیې په ورکولو کې ناغیړي ونکړي. د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پیسې به نه ضایع کیږي.

اړوند موضوعات: 

طالبان تغییر سال مالی از جدی به اول حمل را تصویب کرد

ده زیاته کړه چې حکومت به هڅه وکړي چې د ملت پیسې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ولګول شي. د اسلامي امارت مسوولین وايي هڅه یې دا ده چې د عوایدو په راټولونه کې پوره شفافیت رامنځته کړي.

Leave a reply