نړۍوال صنعتي هېوادونه؛ چین وايی د موټرو تولید او غوښتنه يې ډېره شوې 

0
71

نړۍوال صنعتي هېوادونه؛ چین وايی د موټرو تولید او غوښتنه يې ډېره شوې 

نوموړي زياته کړه، چې چين په ۲۰۲۱م کال کې د موټرونو په صنعتي چارو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او په همدې کال کې يې د پاکې انرژۍ يا برېښنايي موټرونو د پلور شمېر ۳ ميليونو او ۵۲۱ زرو ته رسيدلی، چې دا شمېر له تېرو ۷ کلونو راهيسې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

 

(2022 / 1 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د موټرونو صنعت د خلکو د ژوند په زياتو چارو پورې نږدې تړاو لري او د هيواد د ملي اقتصاد لپاره ډېر اهميت لري.

د چين د صنعت او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د جنورۍ په ۱۲ مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هيواد د موټرونو د جوړولو او پلورلو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله  ۳.۴ سلنه او ۳.۸ سلنه زيات شوی دی.

د چين د موټرونو د صادراتو شمېر په لومړي ځل له ۲ ميليونو څخه اوښتی او دا شمېر د دغه هيواد په تاريخ کې ساری نه لري.

د دغه وزارت د صنعت ادارې مدير وانګ وې مينګ په يوه خبري ناسته کې وویل، چې په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د موټرونو توليدي شمېر ۲۶ ميليونو او ۸۲ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۳.۴ سلنه زياتوالی ښيي او په همدې کال کې د موټرونو د پلور شمېر پکې ۲۶ ميليونو او ۲۷۵ زرو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال په پرتله ۳.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

نوموړي زياته کړه، چې چين په ۲۰۲۱م کال کې د موټرونو په صنعتي چارو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او په همدې کال کې يې د پاکې انرژۍ يا برېښنايي موټرونو د پلور شمېر ۳ ميليونو او ۵۲۱ زرو ته رسيدلی، چې دا شمېر له تېرو ۷ کلونو راهيسې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

په تېرو لسو کلونو کې د چين د موټرونو د صادراتو کلنی شمېر شاوخوا ۱ ميليون و، خو په تېر ۲۰۲۱م کال کې دغه شمېر له ۲ ميليونو څخه هم زيات و.

د چين د موټر صنعتي ټولنې مرستيال مشر فو بينګ فونګ وايي، چې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په درشل کې د موټرونو پېر او پلور هم زیات شوی دی.

په اروپا کې برېښنايي موټرونه ډېر کارول کېږي او چين هم د يادو موټرو په صادراتو کې ښه رول لوبولی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په ۲۰۲۲م کال کې ښايي د چين د موټرونو په صادراتو کې ۲۰٪ زياتوالی راشي.

Leave a reply