خوست کې خلک د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو ررسته لارو ته راوتلي

خوست کې خلک د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته خلک لارو ته راوتلي
خوست ولایت کې یو شمېر خلک د اګست میاشتې په یو دیرشم د امریکايي عسکرو له بشپړ وتلو وروسته د خوښۍ په موخه لارو ته راوتلي.
(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
خوست ولایت کې یو شمې خلک د اګست میاشتې په یو دیرشم امریکايي عسکرو له بشپړ وتلو وروسته د خوښۍ په موخه لارو ته راوتلي. دوی وايي چې د امریکايي عسکرو وتل او د هېواد آزادۍ نمانځلو په موخه لارو ته راوتلي، دوی د آزاد او پرمختللي افغانستان شعارونه ورکوي او د افغانستان ملي بیرغ او د طالبانو بیرغونه یې په لاسو کې دي.
دا خلک په داسې حال کې لارو او سړکونو ته د خوښۍ په موخه راووځي چې نن سهار د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ پیغام له لارې افغانستان آزاد هېواد اعلان کړ او ويې ویل چې ډېر ژر به اسلامي دولت اعلان کړي.






