د ملي دفاع وزارت وايي چې داسې پوځ جوړوو چې سیمه کې ساری ونلري 

0
106

د ملي دفاع وزارت وايي چې داسې پوځ جوړوو چې سیمه کې ساری ونلري 

حکیمي وايي، چې د اسلامي امارات د ځواکونو له خلکو سره د چلند په برخې کې اوس ډير مثبت ګامونه پورته شوي او ورځې تر بلې په دې برخه کې بدلون رامنځته کیږي. دی دغه راز زیاتوي، چې د ځواکونو د یونیفورم موضوع هم نهایي شوې او ډير ژر به په ټول هیواد کې سرتېرو ته ځانګړی یونیفورم ورکړل شي.

 

(2022 / 1 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملي دفاع وزارت سرمفتش او د صفوفو د تصفیې کمېسیون مشر وايي، چې د اسلامي امارت ځواکونو ته د مسلکي زده کړو ورکولو لړۍ په چتګۍ سره روانه ده.

نوموړي له سپوږمۍ راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ملي پولیس، ملي اردو او د استخباراتو ریاست زیات شمېر ځواکونو ته تر دې مهاله مسلکي زده کړې ورکړل شوې او لا هم دوام لري.

حکیمي وايي، چې د اسلامي امارات د ځواکونو له خلکو سره د چلند په برخې کې اوس ډير مثبت ګامونه پورته شوي او ورځې تر بلې په دې برخه کې بدلون رامنځته کیږي. دی دغه راز زیاتوي، چې د ځواکونو د یونیفورم موضوع هم نهایي شوې او ډير ژر به په ټول هیواد کې سرتېرو ته ځانګړی یونیفورم ورکړل شي.

اړوند موضوعات:  

کورنیو چارو وزارت: ژر به د سرحدي پولو لپاره ځانګړی پوځ ځای پر ځای کړو 

د ده په خبره چې په نږدې راتلونکي کې به هیواد یو داسي ځواک ولري، چې په سیمه کې به یې ساری نه وي او دا پوځ به په نږدې راتلونکې بشپړشي.

Leave a reply