ګوتریش: د افغانستان مرکزي بانک باید لۀ سقوط وساتل شي

ګوتریش: د افغانستان مرکزي بانک باید لۀ سقوط وساتل شي
ګوترېش پرون په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته ویلي، چې نړیوال تمویل ته باید اجازه ورکړل شي چې د عامه برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړي او د افغان بنسټونو سره مرسته وکړي چې روغتیايي، تعلیمي او نور حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.
(2022 / 1 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د پیسو د کارولو مخه نیسي.
ګوترېش پرون په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته ویلي، چې نړیوال تمویل ته باید اجازه ورکړل شي چې د عامه برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړي او د افغان بنسټونو سره مرسته وکړي چې روغتیايي، تعلیمي او نور حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.
رویټرز خبري اژانس د ګوترېش له خولې لیکلي دي، چې د افغانستان د مرکزي بانک فعالیت باید وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان د اقتصادي او بشري سقوط د مخنیوي لپاره باید له هغه هېواد سره مرسته وشي.
اړوند موضوعات:
انتوني ګوتریش: د افغانستان پۀ اړه دې ژر اقدام وشي
څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴ میلیارد ډالرو مرسته وغوښته. دا مهال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې د نړیوالو سازمانونو له لوري په اړمنو افغانانو وېشل کیږي.






