وزیراعلی د پرمختیایی پروژو په اړه د مهمې مسودې منظوري ورکړې

0
134

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا حکومت د سوات موټروې فیز II د فلیګ شپ منصوبې جوړولو لپاره د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ ماډل لاندې رعایتي معاهدې د مسودې منظوري ورکړې ده.
د دې منظوري د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي محمود خان په مشرۍ كښې د پبلک پرائيوټ پارټنرشپ كمېټۍ په غونډه كښې وركړې شوه۔ غونډه کښې صوبائي وزيرانو تيمور سليم جهګړا، فضل شکور، خاص معاون رياض خان، چيف سيکرټري ډاکټر شهزاد بنګش، ايډيشنل چيف سيکرټري شهاب علي شاه او د کميټۍ نورو غړو او متعلقه چارواکو ګډون اوکړو۔
د وزیراعلی د ټولنیزو رسنیو د بیان مطابق په غونډه کې شرکت کوونکو ته د سوات موټروې فیز II پروژې جوړولو لپاره د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ معاهدې د مسودې په اړه تفصیلي بریفنګ ورکړل شو.
کمیټې په وړاندیز شوې مسوده کې وړاندې شوي سپارښتنې ومنلې او بریالي داوطلبانو ته یې اجازه ورکړه چې په رسمي ډول تړون لاسلیک کړي. د مجوزه معاهدې په تفصيلاتو او د منصوبې په مهمو اړخونو د غونډې برخوالو ته بريفنګ وركړې شو او وې وئيل چې د سوات موټروې فيز II منصوبه به د چکدره انټرچينج نه تر مدين فتح پور پورې 80 کلوميټره اوږده ده۔

Leave a reply