د اسرائیلي عسکرو تر منځ خپل منځي نښته؛ دوه کسه پکې وژل شوي 

0
266

د اسرائیلي عسکرو تر منځ خپل منځي نښته؛ دوه کسه پکې وژل شوي 

راپور کې راغلي چې یو اسراییلي عسکر پر خپلو ملګرو ټوپک راګرځولی دی او څلورو همسنګرانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. راپور کاږي چې په دې پېښه کې ټپي شوي سرتېري روغتون ته وړل شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

 

(2022 / 1 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسراییلي چارواکو په دغه هېواد کې په خپلمنځي نښته کې د دوو اسراییلي عسکرو وژل کېدل تایید کړي دي.

۲۴ خبري اژانس د المیادین له قوله راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په جنوب کې په یوه پېښه کې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

راپور کې راغلي چې یو اسراییلي عسکر پر خپلو ملګرو ټوپک راګرځولی دی او څلورو همسنګرانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. راپور کاږي چې په دې پېښه کې ټپي شوي سرتېري روغتون ته وړل شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

اسراییلي چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې د یادې پېښې علت څرګند نه دی خو ټینګار کوي چې دوی خپلې پلټنې پیل کړې دي او ژر به په دې اړه خپل معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

Leave a reply