نن شپې ۱۲ بجو نه پس به د امریکې فوځي مشن په افغانستان کښې ختم شي

0
101

باغي ټي وي رپورټ
نن په ۱۳ اګسټ د شپې د ۱۲ بجو نه پس به په افغانستان کښې د امریکې او نیټو ځواکونو په افغانستان کښې فوځي مشن په قانوني توګه ختم شي، د رپورټ مطابق نن به د امریکې آخری فوځیان هم د افغانستان نه واپس لاړ شي.

د میدیا رپورټ مطابق امریکایی وګړي د افغانستان نه ویستلې شوي دی او زیات تعداد کښې سفارتي عمله یا نور دولتي کسان هم نن د افغانستان نه واپس ځي.
په داسې وخت کښې طالبانو هم اعلان کړې چې په افغانستان کښې به څوک هم ایسار نه کړې شي او ټول بهرني خلقو او ځواکونه له به لار ورکړې چې واپس لاړ شي.
په داسې وخت کښې چې امریکایی فوځونو د افغانستان نه وځي، دلته په افغانستان کښې وس هم د امریکایی ډرون حملې جاري دې او پرون هم د امریکې په بې پایلټه الوتکې حمله کښې په کابل کښې په یو کور کښې ماشومان هم وژل شوي دې. امریکایی حکومت وای چې د ماشومانو د وژنې پلټنې روانې دي.
داسې رپورټونه راغلی چې پخواني امریکای ځواک افسرانو داسې ویلي دي چې د افغانستان نه د امریکایی او نیټو فوځیانو واپسي د امریکې او نیټو ځواکونو شکست دې او دوی جنګ بایللو.

Leave a reply